Home / روغتیا / انناس میوه د ټوخې لپاره ډیره ګټه لری

انناس میوه د ټوخې لپاره ډیره ګټه لری

زمونږ خبریال وایی مالټې او کینو تل د ویټامین سیی د لرلو په وجه د ټوخې لپاره ګټور بلل کیږی او په دې خبره کښې هیڅ شک نشته چې مالټې د ټوخې په ختمولو کی کافی مرسته هم کوی .

خو یوه بله میوه هم شته چې ډاکټران یې په هکله وایی هغه د ټوخې له شربت څخه هم پینځه سوه (۵۰۰)فیصده زیاته ګټوره ده او ددغه میوې نوم انناس یعنی پاین ایپل دی .

د انناس میوې په باره کښې ویل کیږی چې هغه په جنوبی او مرکزی امریکا کښې کرل کیدله او بیا  دکرسټوفر کولمبس چې امریکا یې کشف کړی وه په وخت کښې دلومړی ځل لپاره له جنوبی امریکا څخه اروپا ته یوړل شوه او په لومړیو وختونو کښې یوازې شتمنو کورنیو ددغه میوې داخیستلو وس درلود .

انناس د انسان دهاضمې د نظام دښه کولو لپاره ډیره ګټه لری او په هاضمې کښې موجود اینفیکشنز ختموی .

په انناس کښې موجود انټی اکسیډنټ او انزایمز ډیر ګټور دی .

په انناس کښې  د برومیلین په نوم انزایمز د انسان د جوړو د دردونو ، سویز ، او دجراحې له کبله زخمونه ډیر زر جوړوی او دباکټریا په ختمولو سربیره اینفیکشنز ختموی او په کښې موجود ویټامین د ټوخې او زکام په ختمولو کښې مرسته کوی .

هره ورځ  دیو ګلاس انناس خوړل د انسان دبدن د ویټامین سی ضرورت پوره کوی او له کبله یې دانسان د وینو رګونه خلاصیږی او انناس وژې او هډوکی هم پیاوړی کوی .

په انناس کښې ویټامین بی شپږ، میګنیشیم، میګنیز ، پوټاشیم او رائبو فلین هم شته چې دانسان دبدن دانرژۍ مقدار پوره کوی .

دانناس اوبه ټوخې ختموی او په بدن کښې بلغم هم ختموی .

په اړه Suliman Web

دا هم وګورئ

که ویښته مو تویېږي؛ له لاندې طریقو سره يي مخنیوی کولی شئ

لیکوال : داکتر نوید خپلواک : د ویښته تویېدل یو له هغو ستونز څخه دی …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *