Home / خبرونه / د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتې کمېټې ته نوی مشر وټاکل شو

د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتې کمېټې ته نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې عالي شورا له لوري د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتي کمیټې ته وکیل ظفر د نوې مشر په توګه د دوشنبې په ورځ رسمآ معرفي شو
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د سولې شورا ولایتي کمیټې نوې مشر ته د ښه راغلاست ترڅنګ سپارښتنه وکړه چې په خپله برخه کې صادقانه هلې ځلې وکړې او خپله دنده په پوره ایماندارۍ ترسره کړي.
د پکتیکا ولایت د سولې شورا د ولایتي کمیټې نوی مشر وکیل ظفر وایي، ژمن دی چې خپله نوې دنده به پوره صداقت ترسره کوي.
د یادونې ده، وکیل ظفر د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا پخوانی غړی و او په سیمه کې ښه محبوبیت او ولسي اړیکو ته په کتو سره د سولې ولایتي کمیټې مشر ټاکل شوی دی.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

په اړه Suliman Web

دا هم وګورئ

د مرکز ښرنې ښار د پاکوالي په موخه اشر ترسره شو

د مرکز ښرنې ښار د پاکوالي په موخه اشر ترسره شو. د پکتیکا ولایت مرکز …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *