Home / نړیوال کلتوری میراثونه / نړیوال کلتوری میراثونه سویدن

نړیوال کلتوری میراثونه سویدن

نړیوال کلتوری میراثونه
سویدن

د تانیوم ډبرین رسمونه

لیکوال :رسول باوری
د سویدن هیواد څخه تر اوسه پنځلس أرغونی سیمی او تاریخی ټاټوبی په نړیوال کلتوری میراث کی منل سویدی. د دې پنځلسو ټاټوبو څخه یو هم دتانیوم کیندل سویو ډبرو رسمونه دی . د تانیوم په لرغونی سیمه کی چی د بوهسلن په شمال خوا کی پر ته ده ، د هغه ارزښت له مخی چی د ډبرینو نقاشیو له اړخه یی لری د سویدن هیواد یوه نامتو تاریخی سیمه ګڼل کیږی. دا سیمه د نقاشیو بیلا بیل ډولونه لری چی په فردی ځانګړی ممیزات لری. په دې ټاټوبی کی پنځول سوی انځورونه د انسان ، اسلحو، کښتیو او نورو توکو دی چی د هغه مهال اړین او د ورځنی کاروسایل ګڼل کیږی . دا انځورونه د دې اړخه هم ارزښتمن ګڼل کیږی چی د سویدن هیواد د تاریخی یوالی بیلګه شمیرل سویده. دا د اروپایی لرغونو ټولنو په ځانګړې توګه د برونزو د پیر استازیتوب کوی ، هغه مهال چی د انسانی ټولنو عمده اړتیا د ښکار کولو له لاری تامینیدل. د تانیوم لرغونی ټاټوبی په ۱۹۹۴ میلادی کال د نړیوال کلتوری میراث په لړ کی ومنل سو.

په اړه Suliman Web

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *