Home / نړیوال کلتوری میراثونه / نړیوال کلتوری میراثونه -سویس

نړیوال کلتوری میراثونه -سویس

نړیوال کلتوری میراثونه
سویس

-د بیرن زوړ ښار

لیکوال : – رسول باوری
د سویس هیواده تر اوسه دولس لرغونی سیمی او تاریخی ټاټوبی په نړیوال کلتوری میراث کی منل سویدی.د دې شمیره یو هم د بیرن زوړ ښار دی. دا تاریخی ښار د اریAare River,رود خانی په وسیله احاطه سوی اوپه دولسمه میلادی پیړی کی یی د یوې غونډی پر څنډو د ودانولو چاری پیل سوی دی. د بیرن ښار د جوړیدلو چاری په پنځلسمه او شپاړسمه پیړی کی چټکی سویدی، په بیرن ښار کی ترټولو زیاتی ودانی د اتلسمی پیړی دی چی د خيل مهال ځانګړی او بې ساری ودانی ګڼل کیږی،دا ښار د عقیدتی پلوه په سکولرستی چارو کی مخکښ ښار ګڼل سویدی. په ۱۸۴۸ میلادی کال د سویس فدرال هیواد لومړنی برخه و منل سوه ، د بیرن په ښار کی ، د دې سره سره چی په نولسمه پیړی کی د یو شمیر ودانیو جوړول د دې ښار ښکلا لا زیاته کړه خو په اروپایی ټولنو کی د بیرن ښار د منځنیو پیړیو خاصتا د بیروک ودانیز سټابل یوه بیلګه منل سویده. د بیرن زوړ ښار په ۱۹۸۳ میلادی کال د نړیوال کلتوری میراث په لړ کی ومنل سو.

په اړه Suliman Web

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *