Home / پکتیکا / د مرکز ښرنې ښار د پاکوالي په موخه اشر ترسره شو

د مرکز ښرنې ښار د پاکوالي په موخه اشر ترسره شو

ۤپکتیکا ولایت دولایت معاون وویل چی اشر زموږ دنیکونو پخوانی دود دی او دا دود باید را ژوندی شی

د مرکز ښرنې ښار د پاکوالي په موخه اشر ترسره شو.
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار د پاکوالي په موخه د مرستیال والي عطاالله فضلي، د ادارو مسؤلینو او ښاریانو له لوري ګډ اشر ترسره شو.
پکیتکا مرستیال والي عطاالله فضلي وایي چې له یاد اشر څخه یې موخه د ښار پاکوالی او د صفایي د اصل رواجېدل دي.
ښاغلي فضلي وویل، دا چې پاکوالی د ایمان یوه برخه ده نو په وینا یې په کار ده چې دغې برخې ته هر څوک ځانګړې پاملرنه وکړي او دا چاره په خپل ورځيني ژوند کې عملي کړي.
درنښت
د پکتیکا ولایت د رسنیو دفتر

په اړه Suliman Web

دا هم وګورئ

د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتې کمېټې ته نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې عالي شورا له لوري د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *