Home / نړیوال کلتوری میراثونه / نړیوال کلتوری میراثونه سودان د میرويه لرغونی ټاټوبی

نړیوال کلتوری میراثونه سودان د میرويه لرغونی ټاټوبی

لیکوال : رسول باوری

د سودان هیواده تر اوسه درې ټاټوبی په نړیوال کلتوری میراثونو کی ثبت او منل سویدی. د دې شمیره یو هم د میرویه لرغونی ټاټوبی دی. د میرویه لرغونی ټاټوبی د لرغونپوهانو له لوری هغه ن

یمه دښتی کلتور لرونکی سیمه ګڼلې سویده چی د نیل رود او د سودان غرونو ترمنځ یی نښی پاتی دی.د دې ټاټوبی لرغونتیا تر میلاد وړاندی اتمی ( ۸ ) پیړی بیا تر څلورمی (۴) میلادی پ

یړی پوری رسیږی. په میرویه ټاټوبی کی د کوشیتی واکمنانو سلطنتی قصرونه او د نیل سیند ته ځیرمه د هغه مهال عبادتی ټاټوبی هم د لرغونپوهان په وسیله سپړل سویدی.دا ټاټوبی د ناقا ،سوفرا او موسویرت په نومی نامتو سویدی.دا ټاټوبی د هغه ارزښتمن موقعیت له امله چی دې ټاټوبی درلود ، په دې سیمه کی د مدنیت د پیل وروسته تر ی

وې پیړی پو

ری د مصری واکمنانو له لوری اداره کیدلې او په دې ډول هغه مهال مصری امپراتوری د مدیترانیې څخه د افریقا تر منځنیو سیمو پوری واکمنه وه ، خو هغه عمرانی او هنری ممیزات چی په یادو ټاټوبو کی د لرغونپوهانو له لوری تر لاسه سویدی، دا ځرګندوی چی د میرویه لرغونی ټاټوبی د هغه مهال د خپلی سیمی د شرایطو مطابق د

ځانګړی مدنیت لرونکی ټاټوبي و. د میرویه لرغونی ټاټوبی په ۲۰۱۱ میلادی کال د نړیوال کلتوری میراث په لړ کی ومنل سوه

په اړه Suliman Web

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *