Home / نړیوال کلتوری میراثونه / نړیوال کلتوری میراثونه سورینام د پارا ماریبو تاریخی ښار

نړیوال کلتوری میراثونه سورینام د پارا ماریبو تاریخی ښار

لیکوال : رسول باوری
د سورینام هیواده تر اوسه دوه ټاټوبی په نړیوال کلتوری میراث کی منل سویدی. د دې دو څخه یو هم د پارا ماریبو تاریخی ښار ګوټی دی. سورینام د امریکا په سهیلی ځنډو کی واقع هغه هیواد دی چی د اولسمی (۱۷) میلادی پیړی په ترځ کی دهالنډی ځواکونو له لوری اشغال سوی و. دا تاریخی ښا ر تر اتلسمی پیړی تر ورستیو پوری د هالنډی واکمنانو تر کنترول لاندی وو. په دې تاریخی ښار کی د اولسمی او اتلسمی میلادی پیړیو د ودانیزو بیلګو زیاتی نښی پاتی دی ، په ځانګړې توګه په ودانیو کی د هالنډی عمارتی سبک زیاتی اغیزی لا تر اوسه سته.د دې تر ځنګ د سیمه ایزو ودانیو عماراتی سیستم ګډون هم ورسره لبدل کیږی.هغه ودانیز پلانونه چی په اولسمو او اتلسمو پیړیوکی طرح سویدی لا تر اوسه په هماغه ډول ساتل سویدی. د ۱۶۸۳ میلادی کال هغه ودانیزه شبکه چی د فورت زیلاند په جاده کی ودانه سویده، د سورینام هیواد او بیا په ځانګړی توګه د پارا ماریبو تاریخی ښار یوه خورا په زړه پوری سیمه ګڼل کیږی.د پارا ماریبو تاریخی ښار په ۲۰۰۲ میلادی کال په نړیوال کلتوری میراث کی ومنل سو

په اړه Suliman Web

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *