Home / پکتیکا / په ارګون ولسوالۍ کې د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

په ارګون ولسوالۍ کې د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۴۵ لکه افغانیو په ارزښت د یوه سربند او کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
ټاکل شوې د یاد کانال او سربند د جوړېدو چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وایي چې د ارګون ولسوالۍ د خواجه سنګ په سیمه کې د یاد سربند او کانال په جوړېدو سره به د سیمې شاوخوا زر جریبه ځمکه خړوبه شي.
ښاغلی وحدت دغه راز وایي چې د کانال او سربند په جوړېدو سره به د خوړه اوبه هم تر ډېره مهار شي چې دامهال ترې ګټه نه اخیستل کیږي.
پکتیکا والي وایي، د اوبو تنظیم د دولت په لومړیتونو کې دی او په وینا یې دې کار ته په پکتیکا کې هم د پام وړ کارونه روان دي

پکتیکا والي وایي، د اوبو تنظیم د دولت په لومړیتونو کې دی

.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

په اړه Suliman Web

دا هم وګورئ

د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتې کمېټې ته نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې عالي شورا له لوري د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *