Home / پکتیکا / پکتیکا والي د تېر یوه کال کړنې له ولس سره شریکې کړې

پکتیکا والي د تېر یوه کال کړنې له ولس سره شریکې کړې

.
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د یکشنبې په ورځ د تېر یوه کال د ترسره کړو کړنو او راتلوونکو پلانونو ګزارش له ولس او رسنیو سره شریک کړ.
ښاغلي وحدت وویل، په یاده موده کې یې هڅه کړې څو د ولسونو اساسي ستونزو ته پر وخت رسېده ګي وکړي او دوی ته په بېلابېلو برخو کې سهولتونه برابر کړي.
پکتیکا والي وایي، هڅه یې وکړه چې د پکتیکا ولسونه ځان ته نږدې کړي او په دې سره ستونزو ته په ګډه حل لارې ولټوي چې په وینا یې په دې کار کې بریالی شو.
ښاغلي وحدت وویل، ددې ترڅنګ یې د پوهنې، بیارغونې، امنیت، روغتیا او یو شمېر نورو برخو کې هغو ستونزو ته رسېده ګي وکړه چې له کالونو کالونو یې خلک ربړول.
درنښت
د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

په اړه Suliman Web

دا هم وګورئ

د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتې کمېټې ته نوی مشر وټاکل شو

د افغانستان د سولې عالي شورا له لوري د پکتیکا ولایت د سولې شورا ولایتي …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *